Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان په دولت‌شاه ولسوالي کې د مڼو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي

مهترلام (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر بریالي همدرد پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ډېروالی رامنځته شوی دی.

ده زیاته کړه: «تېر کال مو له ۵۰ هکتاره ځمکې ۳۴۷ ټنه د مڼو حاصلات ترلاسه کړي وو، خو سږ ۳۹۸ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.»

نوموړي زياته کړه، حکومت هڅه کوي چې د خلکو محصولاتو ته مناسب بازار هم پيدا کړي.

بلخوا بيا یو شمېر بڼوال له حکومته غواړي چې مڼو ته دې مناسب بازار پيدا کړي.

د دولت شاه ولسوالۍ د «فرشغان کلي» د ګډیالې سیمې اوسېدونکي عبدالسلام پژواک ته وویل: «سږ کال زما د باغ مڼې ښې دي، خو بیه يې د تېر کال په پرتله کمه ده. تېرکال یو من په دوه سوه افغانۍ پلورل کېدې، سږ کال په سل افغانۍ پلورل کېږي.»

ده له حکومته وغوښتل چې مڼو او نورو مېوو ته دې مناسب بازارونه پيدا کړي، څو بڼوال ګټه ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.