منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مالیې وزارت

۵۰ راپورونه

راپورونه

غړي

مالیې وزارت ۶۸ ټُنه قاچاقي توکي نیولي

د افغانستان ماليې وزارت وايي، تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست کارکوونکو په پنځو ولایتونو کې نږدې ۶۸ ټُنه بېلابېل توکي - چې قاچاق‌کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي - نيولي دي.

مالیې وزارت: په کور ناستو ښځینه کارکوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ او نورو ته پخواني معاشونه ورکول کېږي

د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.

مالیې وزارت: د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې

د ماليې وزارت وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو هغه ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.

غړي

مالیې وزارت پر اته قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

غړي

تېرو شپږنیمو میاشتو کې هېواد ته د څه باندې ۹۴ زره ټنه بې‌کیفته توکو واردېدو مخنیوی شوی

د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره ټنه بې‌کیفیته او ممنوعه توکي نیولي چې په قاچاقي ډول هېواد ته را واردېدل.

غړي

مالیې وزارت د درېیو وارداتي توکو په ګمرکي تعرفه کې بدلون راوستلی

د مالیې وزارت د درزلرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له لس سلنې شل سلنې او د وارداتي بیټریو له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه کړې او چسپ لرونکې ښیښه‌یي پلاستیکي کڅوړو ته یې ۲۵ سلنه تعرفه ټاکلې ده.

غړي

مالیې وزارت: تېر کال ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو ته مالیاتي معافیت ورکړل شوی

د مالیې وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، مالیاتي معافیت ورکړل شوی او له امله يې دغه وزارت شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.

نور راپورونه