. . .
د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت سرپرست د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر وایي، د افغانستان او ترکیې اړيکې مثبت اړخ ته روانې دي؛ هڅه کوي چې نورې هم پراخې شي او ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، په افغانستان کې هیڅوک له جګړې او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې مریم المسند سره په کتنه کې هغې ته بلنه ورکړې څو د ښځو، یتیمانو او معلولینو لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر له ايراني سفیر سره په کتنه کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي دي چې په دې هېواد کې له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغېز کوي.
د افغانستان لپاره د چین په غونډه کې امیر خان متقي وایي، متوازن او اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو ژغوري؛ دغه راز روسیې ویلي چې ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده.
کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې د افغانستان حکومت ټول هغه شرایط پوره کړي چې باید