Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راتګ بهیر بشپړ شو او سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دایکنډي کې سره له دې چې ډېرې کورنۍ بېوزلې دي، لا هم د وادونو، د مړو د خیرات او نور مراسم په لوړو لګښتونو ترسره کېږي؛ داسې لګښتونه چې د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، نه یوازې پر خلکو اقتصادي فشار راوړي، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې مخه یې هم نیولې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د چهارشنبهسوري مراسمو پر مهال پېښو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ زره او ۴۱۹ نور ټپیان دي.
د بامیان د مرکز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې له ناسمو دودونو او په ودونو او نورو مراسمو کې د لوړو لګښتونو له کېدو شکایت لري چې تازه د دغه ولایت قومي مشرانو په ټولنه کې د دغه کار مخنیوي او لوړو لګښتونو کمولو په اړه هوکړه کړې ده.
د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلک اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.
د بدخشان مسوولین وايي، په دغه ولایت کې کې د نننۍ چاودنې له امله کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
ځينو رسنيو راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د «هالووین» مراسمو پر مهال د خلکو ګڼېګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP