ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې اوس د ودونو او نورو خوښیو مراسمو کې مشاعرې کېږي

کونړ کې اوس د ودونو او نورو خوښیو مراسمو کې مشاعرې کېږي

author avatar
4 Feb 2024 - 12:55
کونړ کې اوس د ودونو او نورو خوښیو مراسمو کې مشاعرې کېږي
author avatar
4 Feb 2024 - 12:55

اسعداباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلک اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.

وروسته له هغه چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی، اوس د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ودونو، کوژدې او فراغت غونډو او نورو مراسمو پر مهال مشاعرې او ادبي ناستې جوړوي.

د اسعداباد ښار اوسېدونکی او فرهنګي فعال محمدلایق سمون وایي، د خوښیو په مراسمو کې د ادبي ناستو او بنډارونو په ډېرېدو سره به دغه ولایت کې فرهنګي بهیر لا غښتلی شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا به موږ د ښادیو او نورو خوښیو مراسم د موسیقۍ په غږولو سره نمانځل، خو اوس خلک په ودونو، فراغت غونډو او نورو پروګرامونو کې مشاعرې جوړوي.»

د اسعداباد ښار د دوشاخیلو سیمې اوسېدونکی محمدیونس وايي، همدا څو ورځې وړاندې یې د خپل واده په مراسمو کې مشاعره جوړه کړې وه.

نوموړي وویل: «د خپل واده خوښي مې د مشاعرې په جوړلو سره ونماځله، ډېرو شاعرانو او د ادب مینوالو په کې برخه اخیستې وه، که پخوا موسیقي او اټنې وې، خو اوس د خوښۍ مراسم په مشاعرو ښکلي ښکاري.»

ورته مهال د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم د خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ غږولو پر ځای د مشاعرو په جوړېدو خوښي ښيي او زیاتوي چې د ودونو په مراسمو کې یې د منکراتو مخه نېولې ده.

د دغه ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي منیب‌الله افغان وویل: « د اسلامي امارت په راتګ سره له ښه مرغه د ډېرو منکراتو مخه نیول شوې، پخوا به د ښادۍ مراسم د شریعت خلاف نمانځل کېدل خو اوس یې مخنیوی شوی دی.»

د یادونې ده، د کونړ ترڅنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د خوښیو په مراسمو کې دغه ډول مشاعرې او ادبي ناستې جوړېږي چې د هېواد له بېلابېلو سیمو ورته مشهور شاعران او لیکوال وربلل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.