Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل – شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
سرچینې د کابل – غور لویې لارې له پرانیستل کېدو او د جوزجان اقچې ولسوالۍ په کوهستاناتو کې په واروه کې د ایسار شوو ۱۳ مسافرو له ژغورل کېدو خبر ورکوي.
د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي، په تونل کې دننه ځینې ساختماني چارې روانې دي چې له امله به يې دغه لار څو ورځې نور هم تړلې وي.
د اروزګان – کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمهییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.
Views: 430
د پارون- اسعداباد ترمنځ لارې سپرلي وايي، د تېلو بيو له ټيټېدو سره سره لا هم د موټرو کرايې هماغسې لوړې دي او اړوند مسوولین یې باید کنټرول کړي.
د غور- کابل پر لویهلار یو شمېر ایسار مسافر وايي، له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله په بکک کوتل کې بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د غور ځايي مسوولین وايي، د غور – کابل پر لویه لار په واوره کې بند پاتې شاوخوا ۵۰ مسافر ژغورل شوي خو دغه لار اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د واورې سخت ورښت له امله د غور – کابل لویه لار د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.
د غور ولایتي مسوولین وایي، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست ټیمونو ټول هغه مسافر چې د بکک کوتل کې بند پاتې وو، تېره شپه ناوخته ژغورلي دي.
. . .
کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٩): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د افغانستان خصوصي لابراتوارونو سکټور د مسافرو د کرونا جعلي معایناتو د هېواد د
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن