Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: مسافر دې له رسمي اعلان مخکې سالنګ لور ته له سفر کولو ډډه وکړي

پلخمري (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوولین وايي، په تونل کې دننه ځینې ساختماني چارې روانې دي چې له امله به يې دغه لار څو ورځې نور هم تړلې وي.

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول عبدالحلیم اغا د لېندۍ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د سالنګ تونل دننه د هواکش او برېښنا مزو غځولو په خاطر به دغه لویه لار تر راتلونکو څو نورو وروځو هم د مسافرو پرمخ تړلې وي.

هغه وايي، له هېوادوالو سره د همکارۍ او خواخوږۍ په موخه د شپې له مخې د جنازې موټرونو او بېړنو ناروغانو ته تګ ورکول کېږي، خو دا په دې معنی نه ده چې دغه لار د ټولو مسافرو پرمخ خلاصه شوې ده.

دی زیاتوي: «سالنګ لار نه ده پرانیستل شوې، موټر چلوونکي دې د لارې پرانیستو تر رسمي اعلان وړاندې سالنګ لور ته له سفر کولو چې تونل دننه د روان کار پر وړاندې د خنډ لامل کېږي، له سفر کولو ډډه وکړي.»

بلخوا میرویس چې تېره ورځ یې له کابله د سالنګ پر بدیلې شېبر لارې سفر کړی، وايي چې کابل کې ځینو موټرچلوونکو شمال لور ته تلونکي مسافر پر سالنګ لارې سفر ته هڅول.

خو دی وايي چې سالنګ کې د ډېر انتظار او پاتې کېدو له وېرې یې پر اوږدې شېبر لارې تر پلخمري ۱۴ ساعته سفر وکړ.

د سالنګ لویه‌لار چې د شمال نهه ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، څلور میاشتې وړاندې يې د تونل د بیارغولو چارې پيل او دغه لار د هر ډول تګ-راتګ پر مخ وتړل وشوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.