ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پارون- اسعداباد لارې مسافر د موټرو کرایې له لوړوالي شکایت لري

د پارون- اسعداباد لارې مسافر د موټرو کرایې له لوړوالي شکایت لري

author avatar
2 Mar 2023 - 18:11
د پارون- اسعداباد لارې مسافر د موټرو کرایې له لوړوالي شکایت لري
author avatar
2 Mar 2023 - 18:11

پارون (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د پارون- اسعداباد ترمنځ لارې سپرلي وايي، د تېلو بيو له ټيټېدو سره سره لا هم د موټرو کرايې هماغسې لوړې دي او اړوند مسوولین یې باید کنټرول کړي.

د اسدااالله په نوم یوه کس -چې د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان مرکز پارون ته روان و- له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «تېر کال همدا وخت د چپې درې او پارون ترمنځ کرایه ۲۵۰ افغانۍ وه، خو د تېلو له لوړوالي سره یاده کرایه دوه چنده لوړه شوه، مګر د تېلو بیو له بېرته یو څه ټیټېدو سره بیا هم کرایه په پخواني حال کې پاتې ده او کنټرول شوې نه ده.»

همداراز یو بل مسافر عبداللطیف –چې د نوستان له واما ولسوالۍ څخه مرکز پارون ته روان و- وویل، د دغې لارې کرایه سمه معلومه نه ده او موټرچلوونکي په خپله خوښه له خلکو کرایه اخلي چې انصاف په کې نه کوي.

د یادې لارې یو موټرچلوونکی روح‌الله بیا وایي، سپرلي ورسره بې انصافي کوي او د سل افغانیو کرایې پرځای دوی ته پنځوس افغانۍ ورکوي، که کومه خبره ورسره وکړي نو له زور زیاتي څخه هم کار اخلي، ان کله کله موټرچلوونکي وهل ټکول کېږي .

نوموړی زیاتوي، موټرچلوونکي هیڅ ډول بې‌انصافي نه کوي او نه یې کولای شي. د هغه په وینا، ځیني خلک پر لاره موټر ته خېژي او د بېرته کښته کېدو پر مهال کرایه هم نه ورکوي.

بلخوا بیا د نورستان د ترانسپورټ ادارې د عوایدو مدیر عبدالله وایي، دوی ته هر کال له مرکزه د کرایې د نرخ ټاکلو لپاره طرزالعمل استول کېږي چې دوی یې له مخې نرخونه ټاکي؛ خو په تېر یوه کال کې د تېلو بیو بې‌ثباتي ډېره وه چې له امله یې کرایې هم ثابت حالت کې نه وې.

د نوموړي په خبره، په را روانو دوو اونیو کې به دوی ته د ترانسپورټ وزارت طرزالعمل ورسېږي او دوی به له مخې یې، کرایې وټاکي څو د سپرلیو او موټرچلوونکو ترمنځ ستونزې رامنځته نه شي .

د پارون- اسعداباد ترمنځ لاره شاوخوا ۱۰۰ کیلومټره ده چې ډېره برخه یې خامه سړک دی او موټرچلوونکي د خرابوالي له امله یې شکایت لري.

Visits: 923

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.