Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): میدانوردګو کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د چک ولسوالۍ – ټوپ دښتې د ۲۴ کیلومتره نښلوونکي سړک
د ځینو نورو ټاکنو ترڅنګ د لغمان مخکنی والي شیخ شېراحمد حقاني د اطلاعات او فرهنګ د وزیر په توګه او د اطلاعات او فرهنګ مخکنی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدانوردګو د والي په توګه ټاکل شوي دي.
د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د میدانوردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اختلاف چې د یوه کس د وژل کېدو لامل شوی و، د سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېد.
د میدانوردګو د چاپېریالساتنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ښکاریانو ترلاسه شوي ۱۶ ډوله مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول.
د میدانوردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وایي، د وچکالۍ له امله یې کښتونه وچ او زیانمن شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه دې بندونه ورته جوړ کړي.
په میدانوردګو کې له ۸ ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «میدان اتلانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲،۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
میدانوردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه ماین پر یوه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په میدانوردګو ولایت کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شو او ګډونوالو یې ټینګار وکړ چې ناسم دودونه باید د حکومت او ولس په ګډو هڅو له منځه یووړل شي.
په میدانوردګو ولایت کې د پنځه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د انټیموني او سربو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP