ژبه

میدان‌وردګو کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴):  په میدان‌وردګو ولایت کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شو او ګډونوالو یې ټینګار وکړ چې ناسم دودونه باید د حکومت او ولس په ګډو هڅو له منځه یووړل شي.

دغه غونډه د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې جوړه شوې وه چې په‌کې سیمه‌ییزو حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د میدان‌وردګو والي قاري بختیار معاذ د ناوړه دودونو ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي زیانونه بیان کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغو دودونو له منځه وړل یوازې د حکومت دنده نه ده، بلکې پراخې ولسي همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه له قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل چې په دې تړاو د امیرالمؤمنین د فرمان د تطبیق برخه کې له اسلامي امارت سره بشپړه همکاري وکړي.

د یادونې ده، موده مخکې د اسلامي امارت مشرتابه د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو فرمان صادر کړ.

دیني عالم مولوي سمیع‌الله وویل چې په ټولنه کې یو شمېر ترسره کېدونکي رواجونه له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او هر مسلمان مسوولیت لري چې د دغو ناسمو رواجونو پر وړاندې غږ پورته کړي.

قومي مشر حاجي عین‌الدین چې د غونډې له ګډونوالو و، وویل، دا ډول غونډې کولای شي په ټولنه کې د ناوړه دودونو مخنیوي ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په خپله سیمه کې به د دغو منفي رواجونو د له منځه وړو لپاره عملي اقدام کوي او له حکومت سره به اوږه په اوږه ولاړ وي.

هغه وړاندیز وکړ چې باید د مرکز او ولسوالیو په کچه ولس ته پراخ عامه پوهاوی ورکړل شي.