Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
روغتیايي متخصصین وايي، په بدن کې د وینې کمښت د نجونو او مېندوارو ښځو پر روغتیا جدي اغېزې درلودلای شي او کله چې د وینې کموالي نښې لکه ګنګسیت، د رنګ الوتل، د زړه ضربان او کمخوبي ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پاکستان په ګډون له هېڅ کوم هېواد سره د افغان نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري او په دې تړاو ټولې ادعاوې بېبنسټه دي.
د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.
یو شمېر نجونې او ښځې په داسې حال کې د ځینو دلایلو له امله د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه کوي چې ډاکټران د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دغه ناروغي په ځینو مواردو کې د شخص د مړینې لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
باوري سرچینې وایي چې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زدهکړې ځنډول شوې، خو بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده؛ اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي.
کونړ کې له «المدینه طبي علومو انسټیټیوټ» څخه د ۳۳۷ نجونو په ګډون شاوخوا ۷۵۰ کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې، د افغانانو ترمنځ پر یووالي د ټینګار ترڅنګ، یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې يې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP