کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): روغتیايي متخصصین وايي، په بدن کې د وینې کمښت د نجونو او مېندوارو ښځو پر روغتیا جدي اغېزې درلودلای شي او کله چې د وینې کموالي نښې لکه ګنګسیت، د رنګ الوتل، د زړه ضربان او کمخوبي ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
په کابل ښار کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصې خدیجې پژواک خبري اژانس ته وویل، هر څوک کېدای شي د وینې کمښت له ستونزې سره مخ شي، خو نجونې او مېندواره او شیدې ورکوونکې ښځې د نورو کسانو په پرتله ډېرې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
د هغې په خبره، نجونې د میاشتنۍ ناروغۍ او ښځې د پرلهپسې مېندواره کېدو له امله د نورو خلکو په پرتله ډېرې د وینې پر کمښت اخته کېږي.
خو نوموړې وايي، د مناسب غذايي رژیم نه درلودل او ځینې ناروغۍ هم په بدن کې د وینې کمېدو لامل کېږي.
هغې زیاته کړه: «زموږ په هېواد کې غذايي فقر ډېر دی، خواړه سم نه مدیریت کېږي؛ دا چې د مېندو تغذیه سمه نه ده، صحي او پر وخت خواړه نه خوري، دا په بدن کې د وینې کمېدو لامل کېږي.»
د ډاکټر مصباح په وینا، د حوصلې او اشتها کموالی، د رنګ الوتل او زېړوالی، د ویښتانو تویېدل، د نوکانو ماتېدل، له کار سره نه لېوالتیا، ستړیا، بېخوبي، د زړه ضربان ډېرېدل او داسې نور د وینې د کموالي نښې دي.
هغې په ښځو کې د وینې کمېدو ته په اشاره وویل، شيدېورکوونکو مېرمنو کې د وینې کمښت پر خوارځواکۍ د اخته کېدو لامل کېږي.
نوموړې په نجونو کې د وینې کموالي بدو نښو ته په اشاره وویل، د وینې له کمښت سره مخ نجونې په عامه توګه د د بدن د غړو له درده، ستړیا، د ویښتانو له تویېدو، د لېوالتیا نه درلودو، د زړه ضربان ډېرېدو، سالنډۍ، د مفصلونو له درده، له سر دردۍ او ګنګسیت څخه ځورېږي.
ډاکټر مصباح وویل: «د وینې د کموال نښې به لومړیو کې ښايي شدیدې نه وي خو که دا نښې جدي ونه نیول شي، د وخت په تېرېدو به ډېرې شي.»
هغې د خوړو مناسب رژیم، په ځانګړې توګه د اوسپنې لرونکو خوړو خوړل، ورزش کول، د زېږونونو ترمنځ وقفه درلودل د ویني کمښت د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.
نوموړي سپارښتنه وکړه، د وینې د کمښت نښو په لېدو سره باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.
ورته مهال، کابل کې یوې نسايي ډاکټرې سونیتا بهرام هم وویل: «د وینې کموالی په ښځو او نجونو کې یوه له عامو او مشهورو ناروغیو ده چې دغه ناروغي د خوړو مناسب رژیم نشتوالي او نامنظمې وینې بهېدنو له امله رامنځته کېږي.»
هغې زیاته کړه چې ډاکټران له معاینې وروسته د وینې د کموالي کچه معلوموي، د منځنۍ کچې وینې کموالي لپاره اوسپنه لرونکي درمل ورکول کېږي، خو د وینې د ډېر کموالي لپاره وینه تطبیق کېږي.
د هغې په وینا، د سترګو شاوخوا حلقې، د مخ قهوهيي لکې، په دید کې اختلالات، سرګنسي، د سر درد، بېخوبي، ژر غوسه کېدل، د زړه ضربان ډېرېدل او ټیټ فشار د ویني د کموالي نښې دي.
نوموړې وویل چې د ویني کموالی خطرناکه کېدا شي او د ناروغ ژوند ګواښي، هغه نجونې او ښځې چې د وینې کموالي نښې ګوري، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.
هغې ځوانو نجونو ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو مناسب رژیم ولري، د وېټامین سي لرونکو خوړو، ترکاري، کلسیم لرونکو خوړو لکه شېدو او هګیو څخه استفاده وکړي.
نوموړې مېندوارو ښځو کې د وینې کموالي ته په اشاره وویل چې باید په دغه وخت کې د ډاکټر تر مراقبت لاندې وي او د مېندوارۍ په لومړیو درېیو میاشتو کې د اوسپنې لرونکو ټابلېټونو څخه استفاده وکړي.
ورته مهال، کابل ښار کې د نسايي ولادي ناروغیو یوه متخصصه زرغونې مهدي وویل: «سره له دې چې ځوانې نجونې او میندوارې مېرمنې د وینې له کموالي سره مخ کېږي، په ځینو حالاتو کې ځینې ناروغۍ لکه محرقه، زېړی، د ځیګر، معدې ناروغۍ او نور د وینې کمېدو لامل ګرځي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP