د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹۸۶ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته دوه ودانۍ جوړې شوې.
د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وایي چې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ پر ۲۰ زره جریب ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې یې د ۲۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو نیمګړو روغتیايي پروژو چارې بېرته پیل کړې.
د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې يې خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت ۶۰ روغتيايي مرکزونه چې د ۴۸ ډوله طبي او غیرطبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ وو، نن يې ستونزه حل هواره شوه او دغه وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولايت له عمومي زندانه د اتو ښځو په ګډون ۱۲۳ کسان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د چکډيمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې د مېرمنو د فيسټولا ناروغۍ عملیات خونه جوړه شوه.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ۷ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.