د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې شاوخوا شپږ زره کسان کار کوي چې نږدې نیمايي یې ماشومان او تنګي ځوانان دي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړی شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ اته کلنه دښمني چې یوه مېرمن هم پهکې وژل شوې وه، نن د قومي مشرانو په منګړیتوب پای ته ورسېده.
د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي چې تېرو اتو مياشتو کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو څه باندې ۱۴۰۰ کسان نیولي دي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په ۲۲ ولسواليو کې نجونو ته د خوارځواکۍ مخنيوي په موخه په وړیا ډول د اوسپنې یا فولیک اسید ګولیو وېشلو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې «د ځوانانو د روغتيا او پرمختيا» موسسې په همکارۍ يې دغه ولايت کې ۴۲۰ ځوانانو ته د کمپيوټر او بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې ورکړې دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د شيمل او لمټک کليو ترمنځ اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي چې سږ کال د دغه کانال د مالټو باغونو ډېر حاصلات ورکړي او د اټکل له مخې، څه باندې ۳۰۰۰ ټنه مالټې به ترې راټولې او بازار ته وړاندې شي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.