د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د شيمل او لمټک کليو ترمنځ اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي چې سږ کال د دغه کانال د مالټو باغونو ډېر حاصلات ورکړي او د اټکل له مخې، څه باندې ۳۰۰۰ ټنه مالټې به ترې راټولې او بازار ته وړاندې شي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو په موخه له یو شمېر روغتیايي مرکزونو سره د مجهزو او اړینو طبي وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له لوري په دغه ولایت کې ۲۱زره او ۱۰۰ ګروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندق په ۱۸۰زره ډالره لګښت د جلالاباد ښار دوو روغتونونو ته جنراتوري برېښنا برابره شوه.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې امنیتي منسوبینو د ځنګلي ونو د خپلسرې وهنې په تړاو پنځه کسان نيولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په سپينغر او روداتو ولسواليو یې کې د ماشومانو د ساتنې ادارې په مالي مرسته دوه روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او نن یې ګټې اخیستنې ته سپارلي چې ۱۱۲ زره امریکايي ډالر لګښت ورباندې شوی.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار برېښنا رياست مسوولین وايي، پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې کولو دوه ورځني کمپاين کې توانېدلي چې ۱۷ ميليونه افغانۍ پورونه راټول کړي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د دغه ولایت مختلفو سیمو کې د سختې ږلۍ او باران له امله يو کس مړ شوی او سلګونه جريب فصلونه له منځه تللي دي.
د ننګرهار د امنيه قومانداني مسوولین وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته ولېږدول.