د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري یو ځل بیا په جلالاباد ښار کې د درملنې په موخه پر نشهيي توکو د روږدو د راټولولو کمپاين پيل شو.
په ننګرهار ولایت کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت تر چتر لاندې د ښوونکو د مسلکي پراختيا ادارې فعالیت پيل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې میلادي میاشتې (سپټمبر) په ۱۶مه د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ په ننګرهار کې پیلېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د سرهرود ولسوالۍ اړوند په رینګروډ سیمه کې د ترافيکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې له باغدارۍ سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او یوازې سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې ۸۰۰ جريب ځمکه بېلابېل باغونه جوړ شوي دي.
ننګرهار کې حکومتي سرچینې وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت د ترانسپورت رييس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې ۴۱ جريب د بنګو فصلونه له منځه یووړل شول.
ننګرهار کې مسوولین وایي چې په دغه ولايت کې یې د وحشي ژوو او مرغانو پر ښکار بنديز لګولی او که هر څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار اور وژنې او اطفایې مديريت مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته په کې شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
ننګرهار کې د يوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو د روزنې يو ستر فارم جوړ او پرانیستل شو.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.