جلالاباد (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): ننګرهار کې حکومتي سرچینې وايي، په تېر نظام کې د دغه ولایت د ترانسپورټ رييس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي د وږي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازیګر مهال د جلالاباد ښار په هډې فارم سیمه کې د ډاکټر ایوب شرافت په نوم يو کس وژل شوی دی.
هغه زياته کړه، ياد کس چې په تېر نظام کې د ننګرهار د ترانسپورت رييس و، شخصي دښمني یې درلوده او د همدې دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د قريشي د معلوماتو له مخې، امنیتي منسوبین د يادې پېښې د عاملينو د نیولو په هڅه کې دي.
ډاکټر ایوب شرافت د ننګرهار ولايت د کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او په ۲۰۱۶ کال کې يې د ننګرهار ولایت د ترانسپورت رييس په توګه دنده ترسره کوله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن