د ننګرهار اور وژنې او اطفایې مديريت مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته په کې شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
ننګرهار کې د يوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چرګانو د روزنې يو ستر فارم جوړ او پرانیستل شو.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولايت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه خبریال په ګډون درې کسان د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شول او په تړاو یې د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.
جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، په دغه ولايت کې پر شاوخوا ۴۷ جریب ځمکه باندې
د ننګرهار سيمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد کې د چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کرونیو ترمنځ ۴۲ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د ننګرهار ولايت امنیتي مسوولين وايي، دره نور او سرهرود ولسواليو کې دوو کسانو په جلا جلا پېښو کې ځانوژنه کړې ده.
ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.
د ننګرهار ولايتي ادارې او سوداګرۍ وزارت په دغه ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په ګډه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايی، په دغه ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ۱۷ غږیزو رسنیو د جوازونو لغوه کولو په اړه خپاره شوي خبرونه حقيقت نه لري.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۸ کسان د سیندونو او نهرونو په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار په سپینغر ولسوالۍ کې ۹۶ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې لس کسان هم نیول شوي دي.