په داسې حال کې چې په ننګرهار کې په سیند او نهرونو کې د لامبو وهلو پر مهال د ځوانانو د مړینې پېښې ډېرې شوې، يو شمېر ننګرهاري ځوانانو په سیند کې د لامبو وهلو مخنیوي د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ۹۲ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په جلالاباد ښار او ولسوالیو کې ۳۷۰ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، روان کال په دغه ولايت کې د حاصلاتو د ښهوالي په موخه ۵۰ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۱۵ بېلابېل ډول وسلې نيول شوې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د ننګرهار عامې روغتيا ریاست وايي چې په تېرو نږدې اووه میاشتو کې په ۲۵ لویو پېښو کې ۱۹۱۴ کسان د سکبیس پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو له امله پر څه باندې څلور زره جريب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ له لوري په دغه ولايت کې د وروستي توپاني اورښت له امله زيانمنو شوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني اورښت په دغه ولایت کې دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی دی.
ننګرهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د وروستي توپاني باران له امله له زيانمن شوو کورنيو سره بشري مرسته کوي.