د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په جلالاباد ښار او ولسوالیو کې ۳۷۰ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، روان کال په دغه ولايت کې د حاصلاتو د ښهوالي په موخه ۵۰ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۱۵ بېلابېل ډول وسلې نيول شوې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو هغه ۳۲ دفترونه تړلي چې قانوني جوازونه يې نه درلودل.
د ننګرهار عامې روغتيا ریاست وايي چې په تېرو نږدې اووه میاشتو کې په ۲۵ لویو پېښو کې ۱۹۱۴ کسان د سکبیس پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د ننګرهار کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو له امله پر څه باندې څلور زره جريب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ له لوري په دغه ولايت کې د وروستي توپاني اورښت له امله زيانمنو شوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار چارواکي وايي، وروستي توپاني اورښت په دغه ولایت کې دولت او خلکو ته شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ زیان اړولی دی.
ننګرهار کې د ایران قونسلګرۍ مسوولینو د دغه ولایت له چارواکو سره ژمنه کړې چې د وروستي توپاني باران له امله له زيانمن شوو کورنيو سره بشري مرسته کوي.
د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې وروستي توپاني ورښت د دې ادارې اړوند فارمونو کې ۳۵۰۰ د زیتونو او ۷۵۰۰ نورې بېلابېلې ونې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ د تېرې ورځې له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له مسوولینو سره بېړنۍ غونډه وشوه.
د ننګرهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د تېرې ورځې توپان او باران له امله ۴۷ کسان مړه او ۳۵۰ نور تپیان شوي دي.