د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي تندر لوېدلی چې له امله يې يو ښوونکی او څلور زدهکوونکي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسماباد سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
ننګرهار کې د صنعت او سوداګرۍ رياست له لوري د خصوصي سکټور په همکارۍ کورنيو تولیداتو ته د بازارموندنې او سوداګرۍ پراختيا په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتانو ډېر حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې، تر ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست له لوري د نارنج ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د لر او بر شاعرانو او د شعر د زرګونو مینوالو په ګډون ترسره شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د خصوصي سکټور د ۵۰،۶۹ میلیون ډالرو د پانګونې طرحه تایید شوه.
د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي چې د خصوصي سکټور د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه یې د باغونو او تفریحي ځایونو جوړولو دوو پروژو عملي چارې پیل کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي دي.
ننګرهار ولايت کې د کرکټ بورډ ولايتي ادارې له لوري د نجیبالله ترهکي په نوم د کرکټ رمضان جام لساوريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP