په هرات ولایت کې یو شمېر بېوزله اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د مرستو د وېش په اړه شکایت لري.
د سټنډرډ ملي اداره وايي چې په هرات کې د بېکیفیته نفتي توکو ۱۶ ټانکر بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
د ګمرکي محصولاتو له زیاتېدو او د تعرفو لوړېدو سره، په هېواد کې نه یوازې د خوراکي توکو، نفتو او ګازو بيې لوړې شوې، بلکې په کور دننه د شرکتونو پر صنعت او سوداګرۍ هم نېغ په نېغه منفي اغېز کړی دی.
هرات ولایت ته د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر له سفر سره سم د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوو تولیدي فابریکو په فعالیت پیل وکړ.
په هرات کې د کوڅهډب سپیانو ډېرېدو او مخنیوي لپاره یې د ښاروالۍ اقدام نه کول، د دغه ولایت خلک غوسه کړي او د ښاروالۍ نه پاملرنې او اقدام نه کولو په تړاو اندېښنه ښيي.
د هرات ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین، د ښار په کچه د ځینو ویجاړو شویو سړکونو او ځایونو د بیارغونې خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه په دغه ښار کې ۵۲ پراختیایي پروژې پلې شي.
. . .
د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ رياست مسوولین د تېر کال په پرتله په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ریاست په عوايدو کې د ۵ سلنه زياتوالي خبر ورکوي.
په هرات ښار کې کتاب پلورونکي، د خپلو کتابونو د پلور مبهم راتلونکي ته اندېښمن دي او په دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچې د کمېدو خبر ورکوي.
د افغانستان له سرحدي ځواکونو سره تر شخړې وروسته ایران له هرات ولایت سره خپله پوله تړلې ده.
په هرات ولایت کې ځينو دیني عالمانو او کروندګرو د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر اساس یې د کوکنارو کرل منع شوي؛ خو له حکومته یې د کوکنارو د بدیل کښت د امکاناتو برابرولو غوښتنه هم وکړه.