ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ځیني بېوزله خلک د مرستو له وېشه شکایت لري

هرات کې ځیني بېوزله خلک د مرستو له وېشه شکایت لري

author avatar
20 Jun 2022 - 14:27
هرات کې ځیني بېوزله خلک د مرستو له وېشه شکایت لري
author avatar
20 Jun 2022 - 14:27

هرات ښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې یو شمېر بېوزله اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د مرستو د وېش په اړه شکایت لري.

دوی وايي، له څو مياشتو راهيسې یې د موسسو او مرستندويه بنسټونو له لوري کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې، موسسو ته په هر ځل ورتلو سره د رد ځواب ورکول کېږي او په ورځو ورځو د تړلو دروازو تر شا سرګردانه دي.

د اړو کسانو له ډلې ميراحمد عثماني له پژواک سره خبرو کې وويل چې د کارت درلودو سره سره یې له شپږو مياشتو راهيسې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د نوموړي په خبره، ګاونډيانو یې څو دورې مرستې ترلاسه کړې، خو هغه د مرستندويه موسسو دفترونو ته په ورتلو ستړی شوی او د قناعت وړ ځواب يې نه دی ترلاسه کړى.

هغه زیاته کړه: «مرستندویه موسسو تر اوسه یوازې زه او زما په څېر نور خلک ستړي کړي؛  خو تر اوسه یې نه اړیکه نیولې او نه یې موږ ته مشخص ځواب راکړی دی.»

په ورته مهال، د هرات ښار په دويمه ناحيه کې ځینې بېوزله مېرمنې چې د یوې موسسې د دروازې مخې ته راټولې شوې، د مرستو د وېش له څرنګوالي شکايت لري.

د نغمې په نوم يوې ٤٣ کلنې بېوزلې پژواک ته وويل، له ډېرې مودې راهيسې ورسره مرسته نه ده شوې.

نوموړې د مرستو د وېش بهیر د څارنې او روڼتیا په اړه پر شکایت سربېره، له مسوولینو او مرستندویه موسسو وغوښتل چې مرستې په عادلانه ډول ووېشي او د مرستو او خوراکي توکو د نشتوالي په صورت کې خلک سرګردانه نه کړي.

په ورته مهال، د هرات ښار اوسېدونکي محمدعثمان پژواک ته وويل، له څو مياشتو وروسته يې کارت اخیستی او يوازې يو ځل مرسته ورسره شوې؛ خو هغه په ​​دې باور دی چې حکومت او موسسې باید د خلکو د اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټورې او دوامداره حل لارې په پام کې ونیسي.

د هغه په ​​خبره، دولت بايد د نړۍوالو مرستو ترڅنګ د کورنيو محصولاتو او توليداتو د ودې په موخه د کرنې په برخه کې پانګه‌ونه وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د نوموړي په باور، کورنيو توليداتو ته پاملرنه يوازينۍ ګټوره او اوږدمهاله حل لاره ده چې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه راکمولای شي.

ياد کسان او د هرات ځیني نور اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د مرستو له ناعادلانه وېشه شکايت کوي او له چارواکو غواړي چې د مرستو د وېش بهیر دې په جدي او هر اړخيزه توګه وڅاري.

خو په هرات کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د سروې ټیم مسوول او د مرستندويه موسسو همغږي کوونکي مولوي سيد حبيب‌الرحمن روحاني وويل، د مرستو د وېش بهير په شفاف ډول ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، د زیانمنو سروې او پر اړمنو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ د هرات ولایت د مقام، د کليو پراختيا رياست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست او د کډوالو چارو رياست د ګډ پلاوي تر څار لاندې ترسره شوې چې یادې مرستې د تېر په پرتله په شفاف ډول وېشل کېږي.

روحاني زیاته کړه، په هرات کې د مرستو د وېش بهیر د دغو څلورو پلاوو تر څارنې ‎لاندې ترسره شوی او د بشري مرستو مرستندویه موسسې د مرستو لړۍ ته په عادي ډول دوام ورکوي.

د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو، ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغانستان نیمايي وګړي لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د یادولو ده، په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو سره له دغه هېواد سره د نړۍوالې ټولنې مرستې هم خورا کمې شوې چې سږ کال ملګرو ملتونو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د ۳ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د سره صليب نړۍوالې کمېټې رییس په دغه هېواد کې اوسني بشري ناورين ته په اشارې ويلي، د دغه بحران کنټرول د نړۍوالې ټولنې له بشپړ انسجام پرته ناشونی دى.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.