د هرات د کڼو مسلکي لېسه، د هېواد په لویدیځه حوزه کې د کڼو لپاره یوازینی تعلیمي مرکز دی چې ښوونکي یې د مناسب ځای او امکاناتو له نشتوالي شکایت لري.
د هرات د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو حاصلات د ښو اورښتونو او له سلما بند څخه باغونو ته د اوبو منظم جریان له امله، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.
د برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۷زره ۴۰۰ سیلانیان دغه ولایت ته راغلي او د لیدلو وړ منظرو څخه یې لیدنه کړې ده.
هرات ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د خراسان په نوم د صرافۍ مارکېټ په بازار کې پر زړو بانکنوټونو د ستونزې
د هرات روغتیایي مسوولین وایي، د هوا له ګرمېدو سره همهاله په دغه ولایت کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
په هرات کې د خصوصي تحصیلي موسسو مسوولین وایي، خصوصي پوهنتونونه د محصلانو له کمښت سره مخ دي چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ښار هټۍوال وایي، تېر کلونه به د اختر په درشل کې دغه ښار کې ځانګړې ګڼه ګوڼه او خوښۍ وې، خو سږ کال د خرڅلاو بازارونه کمرنګه شوي دي.
ناپېژاندو وسلهوالو په هرات کې د الفاروق قولاردو اړوند پر يوه کاسټر موټر بريد کړى چې پکې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
په هرات ښار کې ځیني موټر چلوونکي د ښار پر سړکونو، کوڅو او نورو لارو په خپلسر ډول د جمپونو جوړولو په اړه اندېښنه ښيي او د لرې کولو غوښتنه یې کوي.
د هرات حکومتي مسوولین وايي، د کروندګرو او ځمکهوالو له لوري د ژورو څاهګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې ده.
په هرات کې امنیتي سرچینو د هرات ښار د دوولسمې ناحیې اړوند په یوه سیمه کې، د یوې نجلۍ د مړي د موندلو خبر ورکړی دی.