ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر شوي

هرات کې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر شوي

author avatar
23 Jul 2022 - 15:57
هرات کې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر شوي
author avatar
23 Jul 2022 - 15:57

هرات ښار (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): د هرات د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو حاصلات د ښو اورښتونو او له سلما بند څخه باغونو ته د اوبو منظم جریان له امله، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې سږ کال به په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۵۰زره ټنو ته ورسېږي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي پژواک سره په خبرو کې د دغه مطلب د تایید ترڅنګ وویل، تمه ده چې سږ کال په هرات کې ۱۵۰زره ټنه انګور ترلاسه شي او دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په یاد ولایت کې ۱۳۰زره ټنه انګور لاسته راغلي و او سږني حاصلات بې‌مخینې دي.

د حلیمي په خبره، په داسې حال کې چې څو ډوله انګور مخکې راټول شوي؛ خو ځيني نور به یې په راتلونکو اونیو کې راټول شي.

نوموړي زیاته کړې چې ۴۰ سلنه د انګورو تولید د هرات او څنګلورو ولایتونو اړتیاوې پوره کوي او ۶۰ سلنه نور یې د ممیز په ډول وچېږي او ښایي یوه برخه یې ګاونډیو هېوادونو هم ته صادر شي.

د هغه په خبره، سږ کال په هرات کې پر انګورو سربېره، نور کرنیز محصولات هم ډېر شوي دي.

د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، د سلما بند سږ کال په یوه حساس وخت کې باغونو او کښتونو ته کافي اندازه اوبه برابرې کړې چې په یاد ولایت کې د مېوو او غلو د ډېرېدو لامل شوی دی.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو بڼوال نیازمحمد وایي چې د خپل بڼ له حاصلاتو خوښ دی؛ ځکه چې سږ کال د انګورو حاصلات بې‌مخینې وو.

هغه د افغانستان اقتصادي کړکېچ ته په اشارې سره وویل: «اقتصادي ستونزو ډېرېدو ته په پام، د انګورو د تولید ډېرېدل به له موږ سره مرسته وکړي او په روان کال کې به د لا ډېرې پانګې راستنېدو شاهد واوسو.»

نیازمحمد د باکیفیته انګورو لاسته راوړلو ته هیله‌من دی؛ ځکه چې سږ کال هیڅ ډول ناروغۍ یا نباتي افت نه دي وهلي.

هغه وویل: «زه ډېر خوښ یم چې خواریو مې ښه نتیجه لرله او باغ مې له مېوو ډک وینم.»

خو د کرنې مسوولین او کارپوهان د انګورو د پلور لپاره د بازار نشتون ته اندېښمن دي.

د هرات د کرنې خونې رییس بشیراحمد بهادري وایي، سره له دې چې سږ کال د انګورو تولید ډېر دی خو د صادراتي بازارونو موندلو لپاره یې هيڅ هڅه نه ده شوې.

نوموړي وویل: «په تېرو څو میاشتو کې د هوایي دهلېزونو خدمات بند وو او د کارګو هیڅ الوتنه نه ده  شوې. سربېره پر دې موږ نه شو کولی چې انګو د ځمکې له لارې صادر کړو.»

نوموړي زیاته کړه چې بزګر انګور وچوي او پر ممیزو یې بدلوي؛ ځکه چې اوسمهال د تازه انګورو د صادرولو امکانات نشته، خو له دې سره دوی هیله‌من دي چې د هوایي دهلیزونو د خدمتونو په پيلیدو سره به وکولای شي چې صادر یې کړي.

بهادري زیاته کړه، د کرنې خونه له خصوصي سکتور سره په همغږۍ د ممیزو د صادرولو لپاره د لارو چارو ارزونې په حال کې ده.

د کرنې خونې په خبره، تېر کال د هوایي دهلیزونو له لارې له ۲۰زره ټنو څخه ډېر انګور صادر شوي وو.

د هرات د کرنې ریاست په خبره، په دغه ولایت کې له ۶۰ سلنې ډېر انګور پر ممیزو بدلېږي؛ په تېرو دوو کلونو کې د ۱۵۰۰ کشمش خانو په جوړېدو سره پر ممیزو د انګورو بدلېدو امکانات برابر شوي دي.

په دغه حال کې د کرنې یو متخصص بشیراحمد احمدي پژواک ته وویل چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې جوړو شوو کشمش خانو د لوړ کیفیت لرونکو ممیزو په تولید کې حیاتي رول لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړه، اوس چې د هرات ممیزو کیفیت ښه شوی، ډېر هېوادونه واردولو ته یې لېواله دي؛ په دې اړه خصوصي سکتور له څو هېوادونو سره اړیکه نیولې او تمه ده چې د هرات د ممیزو صادرات ډېر ژر زیاتوالی ومومي.

د یادونې ده، هرات د هېواد په لویدځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې د بېلابېلو انګورو په پالنه کې ځانګړی شهرت لري.

په تېرو دوو لسیزو کې هرات کې د بېلا بېلو ډولونو انګورو سلګونه باغونه جوړ شوي دي.

د ګذرې، انجیل، پښتون زرغون، شین‌ډنډ، زنده‌جان او څورې نورې ولسوالۍ په ترتیب سره هغه ولسوالۍ دي چې د انګورو پالنې برخه کې ډېره پاملرنه ورته شوې ده.

فخري، لعل، کشمشي، عسکري، پوشنګي، حسیني، روچه، لوغي، صاحبي، ابي، مسکه، شنګول‌خاني او اب‌جوشي د هرات ولایت له مشهورو انګورو څخه ګڼل کېږي چې ځانګړی خوند لري.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.