ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بازار کې د زړو پیسو د ستونزې له امله د هرات د صرافۍ مارکېټ وتړل شو

په بازار کې د زړو پیسو د ستونزې له امله د هرات د صرافۍ مارکېټ وتړل شو

author avatar
18 Jul 2022 - 17:00
په بازار کې د زړو پیسو د ستونزې له امله د هرات د صرافۍ مارکېټ وتړل شو
author avatar
18 Jul 2022 - 17:00

هرات ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې د خراسان په نوم د صرافۍ مارکېټ په بازار کې پر زړو بانکنوټونو د ستونزې راپورته کېدو له امله د صرافانو او خلکو پر مخ وتړل شو.

د هرات د صرافانو اتحادیې رییس غلام محمد سهرابي له رسنیو سره په خبرو کې د دغه خبر د تاییدولو ترڅنګ وویل، د هرات ولایت د صرافانو اتحادیې غړو پرېکړه کړې چې نن (دوشنبه) به د اسعارو مارکېټ د هر ډول ګډوډۍ او زړو پیسو د مخنیوي په موخه چې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده، وتړل شي.

د سهرابي په خبره، تر څو چې د زړو او له کاره لوېدلو بانکنوټونو ستونزه هواره نه شي، د اسعارو د تبادلې دغه مرکز به تړلی وي.

په ورته مهال، د هرات په بازارونو کې د زړو پیسو شتون د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

د ليلما په نامه د یوه ښوونځي ښوونکې پژواک ته وويل، له دوو مياشتو وروسته يې خپل د استادۍ معاش ترلاسه کړ؛ خو په بازار کې له هغې د ۸ زره افغانیو بانکنوټونه نه اخیستل کېږي.

د هغې په ​​وينا، هغه پيسې چې ورسره دي، ناچلې نه دي، خو دا چې زړې دي نو ځکه یې څوک پّه نیمه بیه هم نه اخلي.

پژواک وغوښتل چې په دې اړه د هرات د سيمه‌ييزې ادارې نظر هم ترلاسه کړي، خو د ولايتي ادارې وياند مولوي حميدالله متوکل له بيا بيا هڅو سره سره په دې اړه ځواب ورنه کړ.

د يادونې ده چې د هېواد د لوېديځ زون په بازارونو کې د زړو او له کاره لوېدلو بانکنوټونو شتون پر یوي جدي ستونزې بدله شوې چې ان بانکونه يې په ورځنيو راکړو ورکړو کې له خلکو څخه نه اخلي.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.