ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات کاڼه د ښوونیزو امکاناتو له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري

د هرات کاڼه د ښوونیزو امکاناتو له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري

author avatar
28 Jul 2022 - 15:33
د هرات کاڼه د ښوونیزو امکاناتو له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري
author avatar
28 Jul 2022 - 15:33

هرات (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د هرات د کڼو مسلکي لېسه، د هېواد په لویدیځه حوزه کې د کڼو لپاره یوازینی تعلیمي مرکز دی چې ښوونکي یې د مناسب ځای او امکاناتو له نشتوالي شکایت لري.

د یاد ښوونځي د مسوولینو په خبره، د کڼو ښوونځي فارغانو لپاره د کانکور ازموینې اخیستلو بهیر په دغه ولایت کې د کاڼه قشر اساسي ستونزه ده چې هغوی مجبورېږي له هراته د اوږدې لارې په وهلو او ستونزو زغملو سره کابل ته لاړ شي او په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي.

د هرات د کڼو مسلکي لېسې تدریسي مدیر عبدالطیف حسن‌یار پژواک سره په خبرو کې وویل چې د کڼو مسلکي لیسې د دولسم ټولګي فارغان هر کال اړ دي چې د کانکور ازموینې لپاره کابل ته لاړ شي او دا د هرات د کڼو لپاره یوازینۍ عمده ستونزه ده.

حسن‌یار زیاته کړه: «د کڼو لپاره ځانګړي او بشپړ امکانات او تحصیلي نصاب اصلا نشته او کاڼه هم په عمومي تعلیمي نصاب کې دي چې هماغه متن، کتابونه او درسونه ورته تدرسېږي، په داسې حال کې چې باید متفاوت اووسي؛ ځکه چې د درس دغه حجم د کڼو لپاره زیات دی.»

د کڼو مسلکي لیسې دغه مسوول وايي، په وروستۍ یوه لسیزه کې د کڼو شاګردانو لپاره د یوه تعلیمي او تحصیلي نصاب برابرولو برخه کې هیڅ اساسي کار نه دی شوی.

د حسن‌یار په خبره، په هرات کې د کڼو مسلکي لېسه د هرات د پوهنې ریاست په ودانۍ کې ده چې د لیسې درسي بهیر او اداري کارونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

سربېره پردې دغه لېسه د امکاناتو له کمښت سره مخ ده او دې ته په پام سره چې دغه زده‌کوونکي باید د لیدلو او اشارې په ډول زده‌کړي وکړي، نو اړتیا ده څو یاد مرکز ته ډېر امکانات ورکړل شي.

په دغه حال کې د هرات ولایت یوه فرهنګي ناصر فروتن پژواک سره په خبرو کې وویل چې د ټولنې نظر باید د کڼو په اړه تغییر ومومي؛ د هغوی هویت، استعدادونه او وړتیاوې په رسمیت وپېژندل شي؛ ځکه چې کاڼه هم د ټولنې د نورو خلکو په څېر له حق او حقوقو برخمن دي او باید ورڅخه بې برخې نه شي.

فروتن زیاته کړه چې نن ورځ کاڼه په پرمختللو هېوادونو کې له مډرنو تجهیزاتو او ټکنالوژۍ څخه په استفادې له ډېرو کمو ستونزو سره مخ دي او زموږ په هېواد کې هم مسوولین باید د کڼو د ستونزو د کمولو لپاره له دغو وسایلو څخه د استفادې برخه کې اقدام وکړي.

که څه هم کله ناکله د کڼو له دغه مرکز سره د موسسو له خوا مرستې کېږي، چې په هرات کې د ترکیې استازولۍ (تیکا) په دې وروستیو کې د یاد مرکز د ودانۍ او ټولګیو د رنګولو مرسته کړې او په دې برخه کې یې خپل کار پیل کړی دی.

د یادې لېسې یو ښوونکی توریالی محمدي وایي، دغه زده‌کوونکي خارق‌العاده وړتیا او ذهن لري چې په ټولنه کې پر قدر یې څوک نه پوهېږي.

هغه وایي، له دغه ښوونځي فارغېدونکي شاګردان د خیاطۍ، ګرافیک او کمپیوټر په برخو کې له کافي مهارتونو برخمن دي؛ خو په ټولنه کې شته ستونزو ته په پام سره د هغوی د کار راتلونکي لپاره اندېښنې هم شته دي.

د یاد مرکز یوه بله ښوونکې فاطمه د محمدي د خبرو د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې په دغه مرکز کې د اشاروي ښوونکو له خوا یې اشاروي ژبه زده کړې او په دغه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه تدریس کې بوخته ده.

هغې زیاته کړه چې زده‌کوونکي د دې ژبې زده‌ کولو لپاره په ډېرې لېوالتیا راغلي او هیله ده چې وکولی شي په ټولنه کې خپلې ستونزې حل کړي.

د کڼو د مسلکي لېسې یو زده‌کوونکی محمد هم پژواک ته وایي چې د کانکور ازموینې لپاره کابل ته تګ په داسې بد اقتصادي وضعیت کې ډېر سخت دی او دولت باید ورته په دغه ولایت کې ډېر امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات د کڼو لپاره مسلکي لېسه په ۱۳۸۷ کال کې جوړه شوې ده.

دغه ښوونځي په ۱۴۰۱ کال یوازې ۱۸ جدید‌الشمول کسان د هرات له مرکز او ولسوالیو څخه جذب کړي دي.

په دغه لېسه کې اوسمهال د عمومي تعلیماتو څانګه، د نقاشۍ څانګه، کمپیوټر او ساینس برخو کې تدریس کېږي او روان کال کې به ۱۸ فارغان ولري.

د یادې لېسې مسوولینو په ډاګه کړه چې د دغې لېسې د سږني کال فارغان به د استاد کمال‌الدین بهزاد انسټیټیوټ ته ورپېژندل کېږي چې هم وکړای شي خپل عملي کارونه ترسره کړي او هم د ۱۳ او ۱۴ ټولګیو سند تر لاسه کړي.

له بلې خوا، د هرات د پوهنې ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.