ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ژورو څاه‌ګانو کېندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي‎

هرات کې د ژورو څاه‌ګانو کېندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي‎

author avatar
26 Jun 2022 - 16:50
هرات کې د ژورو څاه‌ګانو کېندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي‎
author avatar
26 Jun 2022 - 16:50

هرات ښار (پژواک، ٥ چنګاښ ۱۴۰۱): د هرات حکومتي مسوولین وايي، د کروندګرو او ځمکه‌والو له لوري د ژورو څاه‌ګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې ده.

د هرات د چاپېريال ساتنې رياست د عامه پوهاوي رییس حامد الهام له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، د لمريزې انرژۍ په وسيله د ځمکې لاندې اوبو را ایستلو او هره ورځ د ژورو څاه‌ګانو کيندلو له امله په دغه ولايت کې تر ځمکي لاندې اوبه کمې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «نن ورځ د دې پر ځای چي له لمریزې انرژۍ د کورونو روښانولو لپاره استفاده وشي، د ځمکې لاندې اوبو استخراج لپاره کارول کيږي چې د سولرو او او لمریزې انرژۍ په وسیله د اوبو دوامداره را ایستل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت خطر ورځ په ورځ زیاتوي او په راتلونکو لسو کلونو کې به خلک د اوبو د کمښت له لویې ستونزې سره مخ شي.»

د هغه په ​​وينا، د ښاروالۍ او امنيتي بنسټونو له مسوولانو یې په ځلونو غوښتل شوي چې تر ځمکې لاندې اوبو د ناقانونه استخراج مخه دې ونيسي، خو دا لړۍ لا هم روانه ده.

په ورته مهال، د هرات د اوبو رسولو خدماتو ادارې رييس مولوي محمد نادر کاکړ پژواک ته تایید کړه چې که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، د اوبو کمښت به د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره يوه له ننګونو وي.

کاکړ وايي چې د هرات د سیندیزې حوزې د تنظیم ادارې په دې وروستیو کې دا موضوع جدي نیولې ده.

د هغه په خبره: «دغه اداره د هغو څاه‌ګانو د کنټرول لپاره سروې کوي چې په ناقانونه توګه کیندل شوې او په راتلونکي کې په غېر مسلکي توګه د څاه‌ګانو د کیندلو مخنیوی وشي.»

هغه څرګنده کړه، د هرات د اوبو رسونې اداره په ټول ښار کې د اوبو رسولو شبکې لري او د ښار په کچه ژورو څاه‌‌ګانو ته اړتيا نشته.

په ورته مهال، د هرات اوسېدونکی حبیب امیني وايي، که د یوې سترې زېرمې په توګه تر ځمکې لاندې اوبو څخه په خپلسري ډول استفاده وشي، نو سرچینې به یې وچې شي.

د هغه په ​​وينا، مسوولين باید ژر تر ژره لازم اقدامات وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ځمکې لاندې اوبه په خپلسري ډول وکارول شي.

د هرات يوه بل اوسېدونکي محمد فېروز پژواک ته وويل، له اوبو د سمې ګټې اخيستنې لپاره باید د استفادې یو سم میکانیزم جوړ شي.

د هرات مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو منځنۍ سطحه له ۳۵ تر ۴۰ مترو ته رسېدلې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې دغه سطحه څو کاله مخکې شاوخوا ۲۰ متره وه.

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.