ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه اوونۍ کې ۲۷زره داخلي او بهرني سیلانیانو د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه کړې

یوه اوونۍ کې ۲۷زره داخلي او بهرني سیلانیانو د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه کړې

author avatar
19 Jul 2022 - 18:55
یوه اوونۍ کې ۲۷زره داخلي او بهرني سیلانیانو د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه کړې
author avatar
19 Jul 2022 - 18:55

هرات ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۷زره ۴۰۰ سیلانیان دغه ولایت ته راغلي او د لیدلو وړ منظرو څخه یې لیدنه کړې ده.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور  ریاست د ګرځندوی امر وحید‌الله سلطاني وایي، هرات په تېره یوه اوونۍ کې د ۲۵زره مذهبي ګرځندویانو کوربه و چې د خواجه عبدالله انصاري له زیارت او مرکزي جامع جومات څخه یې لیدنه کړې او تر څنګ یې، ۲۴۰۰ نورو کسانو اختیار‌الدین کلا، منارونو او د جهاد منظرې یې لېدلې دي.

سلطاني زیاتوي، تېره اوونۍ د فرانسې، ایټالیا، استرالیا هېوادونو نه هم ځیني بهرني سیلانیان د یاد ولایت د تاریخي ځایونو لیدلو ته راغلي وو.

په دغه حال کې، ځيني کارپوهان وایي، د هرات تاریخي آبدې د داخلي او بهرنيو سیلانیانو له نظره له ځانګړي اهمیته برخمنې دي.

د تاریخي ابداتو کارپوه استاد مسلم هروي وایي، په دغه ولایت کې د ګرځندویانو د ډېرېدو لړۍ د اقتصادي ودې لامل کېږي.

هروي وویل، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور اداره دې هڅه وکړي څو د تاریخي ځایونو په مرمت او ساتنې سره لا ډېر ګرځندویان را جذب کړي.

د مولوي عبدالسمیع حقاني په نوم یو ګرځندوی چې د هرات د تاریخي ابدو د لیدلو لپاره له خوسته راغلی، وایي، د هېواد د ختیځو سیمو خلک د هرات د تاریخي ځایونو لیدلو ته لېواله دي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وایي، دغه اداره د هرات د تاریخي ابدو د مرمت او ساتنې په هڅه کې دی، څو داخلي او بهرني ګرځندویان دغه تاریخي ولایت ته سفر وکړي.

حقاني زیاتوي، هرات ولایت له ۸۰۰ د ډېرو تاریخي ابدو په لرلو سره د هېواد یو تاریخي او مشهور ولایت ګڼل کېږي چې په تاریخي دورو کې د نومیالیو له دې دیاره ستر پوهان او لیکوال راپورته شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې ډېر تاریخي او تفریحي ځایونه شته چې هر یو یې په حېرانونکي ډول د ګرځندویانو پام ځان ته را اړوي.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.