ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په درشل کې د وچې مېوې بازار کمرنګه کېدو د هرات هټۍ‌وال اندېښمن کړي

د اختر په درشل کې د وچې مېوې بازار کمرنګه کېدو د هرات هټۍ‌وال اندېښمن کړي

author avatar
7 Jul 2022 - 16:02
د اختر په درشل کې د وچې مېوې بازار کمرنګه کېدو د هرات هټۍ‌وال اندېښمن کړي
author avatar
7 Jul 2022 - 16:02

هرات ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د هرات ښار هټۍوال وایي، تېر کلونه به د اختر په درشل کې دغه ښار کې ځانګړې ګڼه ګوڼه او خوښۍ وې، خو سږ کال د خرڅلاو بازارونه کمرنګه شوي دي.

یو شمېر محدود کسبګرو د اختیارالدین کلا او کندهار دروازې ته پر غځېدلو سړکونو خپل د خرڅلاو توکي اېښي دي؛ هغه ځای چې په هرات ښار کې د وچې مېوې د خرڅلاو مرکز ګڼل کېږي.

د محبوب شاه نورزي په نامه یو مېوه پلورونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک د خراب اقتصادي وضعيت له امله د اختر لپاره د کيک، کلچې او وچې مېوې پېرلو وسه نه لري او سږ کال يې بازار کمرنګه دى.

نورزی وایي: «هرات ښار کې اوس د تېر په څېر ګڼه ګوڼه نشته او  داسې ښکاري لکه چې ګواکې اصلا اختر نه وي څو خلک ورته تیاری ونیسي.»

نوموړي د بيو په تړاو وويل، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله بيې څلوېښت سلنه لوړې شوې چې اصلي لامل یې پر محصولاتو د ګمرکي تعرفو زیاتېدل او بهرني واردات دي.

نورزي یوازینی کس نه دی چې د پېرودونکو له کموالي اندېښنه څرګندوي، د پژواک خبريال په هرات ښار کې د بېلابېلو توکو پلورونکو له شاوخوا شلو هټیو څخه ليدنه کړې چې ټولو د دا راز کمرنګه بازار اټکل نه وو کړی او د اختر په درشل کې بې پېرودونکي پاتې شوي دي.

يو بل هټۍوال مجتبی هم له پژواک سره په خبرو کې وويل، د بازار وضعیت  ښه نه دى او د تېرو کلونو په پرتله د پېرودونکو شمېر کم شوى دى.

د هغه په وینا، خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او سږني د قربانۍ اختر ته کمې کورنۍ چمتووالی نیسي.

نوموړي زیاته کړه: «پخوا خلکو پيسې درلودې او کولای یې شول چې د اختر لپاره اړین توکي وپېري، خو سږ کال د بیو لوړېدو او خراب اقتصادي وضعیت له امله خلک د پېرلو توان نه لري.»

دغه‌راز، عزیز احمد چې پخوا په یوه داخلي موسسه کې کارمند و خو اوس بې کاره دی، پژواک ته وویل: «معاش نه لرم او اختر ته حیران یم، کاش چې موږ او تاسو رسمونه او رواجونه نه درلودلی.»

د هرات د دغه اوسېدونکي په وینا، د مېوو بیه لوړه شوې او ښایي ځینې ارزانه مېوې وپېري.

اوسمهال په منځني ډول د هرات په بازارونو کې د یو کیلوګرام پستې بیه تر ۱۱۰۰ افغانیو، یو کیلوګرام بادام ۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام نخود ۳۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام هندي جلغوزه ۱۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام ممیز ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په همدې حال د هرات ښارولۍ مسوولینو پژواک سره خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې د مناسبتونو په نږدې کېدو سره هڅه وکړه چې ټولو مصرفي موادو ته نرخپاڼې وټاکي.

د هرات ښاروالۍ ریاست ویاند ناصر ارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، ټولو خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د وچې مېوې لپاره یې نرخپاڼې ټاکلې دي چې دې سره کولای شي د لوړې بيې او احتکار مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې دی چې د وچو مېوو ډېره برخه په هېواد کې دننه تولید او پروسس کېږي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.