د هرات ولایت اوسېدونکي د افغانیو بانکنوټونو له زړښته شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي څو دا ستونزه هواره کړي.
د هرات امنیه قوماندانۍ مسوولین مني چې په دغه ولایت کې یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ امنیتي سرتېري مړه شوي دي.
. . .
د هرات امنیتي سرچینې تاییدوي چې امنیتي ځواکونو یو کس د خپل مور او پلار د وژلو په تور نیولی دی.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې هېواد کې له سیاسي بدلونه شاوخوا نهه میاشتې کېږي؛ خو د پرمختیايي پروژو په پلي کېدو کې ناغېړي شته ده.
د استخباراتو عمومي ریاست د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی او وایي، یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د دغه ولایت حوزوي روغتون د امکاناتو او پرسونل له کموالي سره مخ دي، چې دغه چاره خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
په هرات ولایت کې ځینې ښځې د حکومت له مشرتابه غواړي چې په دولتي ادارو کې دې بیا د دوی لپاره د پراخ فعالیت زمینه برابره کړي.
د دولتي پوهنتونونو د درسونو له پیلېدو سره هم مهاله د هرات پوهنتون ځيني محصلین د استادانو او کادرونو له کموالي شکایت لري.
د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د کرونا د څلورم پړاو د ناروغانو شمېر د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه ډېروالی ښیي.
په هرات کې د وړمې ورځې برید مسوولیت چې شپږ کسان په کې وژل شوي، داعش ډلې منلى دى.
هرات (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د ګردي مېز ګډونوالو چې د پژواک خبري اژانس له خوا جوړ او د هرات له معراج راډيو خپور شو،