هلمند کې ځایي مسوولین وايي، د وروستیو ورښتونو او توپاني بادونو له امله د دغه ولایت په مارجه او باباجي ولسوالیو کې څه باندې ۱۲۰۰ سولري تختې ماتې شوې او د غنمو شاوخوا ۱۷۰۰ جریب فصلونه یې زیانمن کړي دي.
د هلمند په نوزاد او موسیکلا ولسوالیو کې د شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، تېره میاشت د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۴۱ جلا – جلا جنايي پېښو کې ۶۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ ماشومان چې د شري پر ناروغۍ اخته وو، بستر شوي چې له جملې یې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
سېمهییز مسولین وایي، هلمند کې د لومړي ځل لپاره د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ پیلشوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، په لښکرګاه ښار کې یې یو ۱۵ کلن ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو شمېر هټیوالیو د ښاروالۍ پر وړاندې اعتراضي لاریون کړی چې په تاوتریخوالي اوښتی او له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي ، تېره شپه د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طوفاني بادونو له امله ۲۵ کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي .
د هلمند د مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د دغه ولایت د کرکټ امریت له لوري د روژې میاشتې په مناسبت د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د هلمند پوهنې ریاست مسوولین وایي، روان کال یې د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې د ۱۱۹ ښوونځیو ودانۍ ترمیم کړې دي.
ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو به تور نیول شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام ولري.