ژبه

هلمند کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت درې چک‌ډیمونه جوړ شول

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د هلمند په نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو کې د شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو درې چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په نوزاد او موسی‌کلا ولسواليو کې د اوبو ذخیره کېدو په موخه درې چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

هغه وویل، پر یادو چک‌ډیمونو ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت شوی او رغنیزې چارې یې د یو کال په موده کې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته: «یاد چک‌ډيمونه د باراني اوبو ذخیره کولو په موخه جوړ شوي او همدارنګه به ورسره د ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړه شي، کارېزونه او ژورې څا‌ګانې به ورسره تازه شي او وچکالي به ورسره پای ته ورسېږي.»

ورته مهال، د یادو چک‌ډیمونو جوړوونکي شرکت یوه انجینر عبدالستار وویل: «یو چک‌ډیم د نوزاد ولسوالۍ علي‌اباد سیمه کې جوړ شوی چې د ۴۲ لکه متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري او د موسی‌کلا ولسوالۍ د لنډۍ ناوې سیمه کې جوړ شوي یو چک‌ډیم د ۱۶ لکه متره معکب اوبو ذخیره کولو طرفیت لرې او بل یې د څه کم ۵۰۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو طرفیت لري.»

دغه راز، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د چک‌ډیمونو پر جوړېدو خوښي ښيي او غوښتنه کوي چې د وچکالي مخنیوي په موخه باید دغه ډول پروژې ډېرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له شمالي ولسواليو شاوخوا پنځه کورنۍ نورو ولسوالیو او لښکرګاه ښار ته کډه شوې دي.

ورته موضوع