Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د واورې ورېدو او توپان له امله پنځه کسان مړه شوي، له ۲۳۰۰ زياتې الوتنې لغوه او شاوخوا نهه زره نورې ځنډول شوې دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي.
د میدانوردګو، غزني، پنجشېر، اروزګان او بدخشان ولایتونو په ځینو سیمو کې واوره ورېدلې او بزګران یې اندېښمن کړي چې د کروندو او باغونو حاصلات به یې زیانمن کړي.
د بامیان ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د واورې ښویېدو او سخت توپان له امله د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د غزني د ناور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د دې ولسوالۍ لارې د واورې ورښت له امله تړل شوې چې لا هم تړلې پاتې دي.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د فاریاب ځایي مسوولین وایي چې د سختو واورو ورېدو له امله له میمنې ښار سره د ډېرو ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې شوې او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
د اروزګان او دایکنډي ځایي مسوولین وایي، د واورې ورښت له امله یې له ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو سره نښلېدونکې لارې تړل شوې دي.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې پېښه کې د یوه کان دوو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د نورستان ټولګټو رياست وايي چې د واورې ورېدو له امله مرکز پارون ته ورغلې ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP