Language

د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړل شوې

ایبک (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.

د سمنګان د ټولګټو ریاست د سړکونو د مراقبت او ساتنې برخې انجنیر شېراغا مشفق پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو واورو ورېدو له امله د دغه ولایت د اوو ولسوالیو له ډلې د څلورو ولسوالیو لارې د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د خرم سارباغ، روداب، دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین ولسوالیو لارې د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې دي.

مشفق وویل چې ځايي مسوولینو له لارو د واورې پاکولو لړۍ پیل کړې او هڅه کوي څو ژر تر ژره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.