Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ د څلور ورځني فرعي کمپاین پر مهال به ۷،۶۸ میلیون ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
کونړ ولایت کې په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د کتلوي معافیت او واکسین خدمات پيل شول.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د مخنیوي لپاره د «ار۲۱ ماټریکس ـ اېم» واکسین د جوړېدو خبر ورکړی، وایي چې د راتلونکي کال تر پایه به هېوادونو ته ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، سبا د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې ٢٠ زره څارويو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه .
اروزګان کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د واکسین برخې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له هر کمپاینه څه باندې ۳۵ زره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لمپيسکین یا د حیواني پوستکي ناروغیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
د سرپل سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ (لمپيسکین) ضد واکسین کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې ۹۰ زره غواګانو ته دغه واکسین تطبیق شي.
نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي او په ترڅ کې به یې ۶.۴ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د پکتيکا مسوولین وايي، په دغه ولايت کې لږ تر لږه پنځوس زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
په میدان وردګو کې نن د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د شپږ میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، د لمپيسکین یا د څارویو د پوستکي ویروسي ناروغۍ ۹۹ زره ډوزه واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن