Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ افغانان خوشي شوي دي.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له دغه هېواده افغانستان ته د بورې صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
خوست ولايت ته له پاکستانه وارد شوي څه د پاسه ۴۲ زره بوتله شربت چې کيفيت يې ټيټ ارزول شوی، بېرته ور وګرځول شول.
په داسې حال کې چې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان ګمرکي تعرفې د لوړېدو درې اونۍ تېرېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کېدل دي.
کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلاماباد کې د افغانستان د سفیر احضارېدو
د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اتو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۳ زره او ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت مرستیال تېره ورځ ورغوښتی و چې ا.ا په وار، وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلهوالو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP