ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې۳۳۵۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې۳۳۵۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۳۷ کورنۍ چې ۳۳۵۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۵۱۵ راستنې شوې کورنۍ چې ۲۶۴۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۴۷۲ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۹۴ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه  ۱۵۷۹ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وې.

ورته موضوع