Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پروان د مرکز اړوند ګلغونډۍ کې د ارغوان ګل د دوولسمې ملي مشاعرې ځینو ګډونوالو وویل، حکومت دې دا ډول مشاعرو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه د بېلابېلو سیمو د خلکو ترمنځ د یووالي لامل کېږي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او یو بل ټپي شوی دی.
د پروان ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
د پروان ولایت امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې د یوه زوی او پلار په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د توپدرې له سټوپې ۱۷ ټایلنډي ګرځندویانو لیدنه وکړه.
د پروان د عامې روغتیا ریاست وایي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوه روغتیايي مرکز په ودانۍ کې د برېښنا شارټي له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې تېره ورځ دغه ولایت کې یو کس د چاقو په ګزارونو وژل شوی او د دې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د پروان امنيتي مسوولی وايي، په دغه ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنايي جرمونو په تور د درېيو مېرمنو په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري له ۱۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن