د پروان امنیه قومانداني وایي، د هغو «وسلهوالو غلو» شپږ کسیزه ډله یې نیولې چې مخکې یې یو امنیتي کس هم ټپي کړی و او یوه کس یې د ټولنیزو پاڼو له لارې د اسلامي امارت خلاف خپرونې هم کولې.
سیمهییز مسوولین وایي چې د پروان ولایت جبلالسراج ولسوالۍ په مناره کلي کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
. . .
د پروان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ۱۳۸۸ ښځو په ګډون، ۲۹۶۴ کسان له یو کلن سواد زدهکړې کورسونو څخه فارغ شوي دي.
په پروان کې د چرګانو ځينو فارملرونکو له ولایتي مسوولینو سره په ناسته کې د خپلو محصولاتو خرڅلاو لپاره د بازار له نشتوالي او هېواد ته په قاچاقي ډول د چرګانو واردولو څخه شکایت وکړ.
د پروان د عامې روغتیا ریاست او سل بستریز تخصصي روغتون په همکارۍ، د دغه ولایت په پوهنتون کې یو روغتیايي کلینیک جوړ شوی دی.
د پروان ولایت یو شمېر مالداران د څارویو یو ډول ویروس خپرېدو په اړه چې د دوی د څارویو د له منځه تلو لامل شوی، اندېښمن دي او له چارواکو یې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د نورستان او پروان چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې د کولرا له امله اته کسان مړه او لسګونه نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ امنیتي کسان د کمین لپاره یوې سیمې ته روان وو چې د لویې لارې امنیتي کسانو له کمین سره مخ شوي او د نه همغږۍ له امله دوو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پروان ولایت امنیه قومانداني، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د انسانتښتونې او وسلهوالو غلاوو په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه «رواني ناروغ» په ډزو کې دوو کسانو – چې یو یې امنیتي کس و- ژوند بایللی او دوه نور امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
د پروان ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي او تر ۲۰۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.