ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د چرګانو فارم‌لرونکي: هېواد ته د غوښې چرګانو د ناقانونه وارداتو مخنیوی دې وشي

پروان کې د چرګانو فارم‌لرونکي: هېواد ته د غوښې چرګانو د ناقانونه وارداتو مخنیوی دې وشي

author avatar
6 Nov 2022 - 18:03
پروان کې د چرګانو فارم‌لرونکي: هېواد ته د غوښې چرګانو د ناقانونه وارداتو مخنیوی دې وشي
author avatar
6 Nov 2022 - 18:03

چاریکار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): په پروان کې د چرګانو ځينو فارم‌لرونکو له ولایتي مسوولینو سره په ناسته کې د خپلو محصولاتو خرڅلاو لپاره د بازار له نشتوالي او هېواد ته په قاچاقي ډول د چرګانو واردولو څخه شکایت وکړ.

د چرګانو فارم‌لرونکو نن له والي او نورو چارواکو سره ناسته درلوده او هغوی ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه وې ویل چې په حکومتي ادارو کې به د دوی له محصولاتو څخه استفاده وشي.

په دې ناسته کې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیې رییس سعدالدین هوشمند وویل، له پاکستانه په ناقانونه ډول د چرګانو واردېدل او د هغو قانوني ګمرک نشتوالی، په هېواد کې دننه د فارم‌لرونکو د زیان لامل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په بګرام کې د چرګانو ۱۵۰ فارمونه موجود دي چې په کې له ۱۵۰ زرو ډېر د غوښو چرګان شته.

هغه زیاته کړه: «که دغه چرګان په خپل وخت سره و نه پلورل شي، د دغو فارمونو مالکانو ته په زرو چرګانو کې ۱۵۰زره افغانۍ تاوان اوړي.»

نوموړی د یاد ولایت له سیمه‌ییزو مسوولینوغواړي چې هېواد ته د چرګانو د قاچاق مخه دې ونیسي.

په پروان کې د چرګانو یو فارم‌لرونکی بریالی بهادر وایي، خپل فارم یې له دې امله تړلی چې له پاکستانه چرګان واردېدل.

هغه وویل: «درې میاشتې کېږي چې خپل فارم مې – چې د پروان مرکز تتمدره کې درلود – تړلی؛ ځکه چې د هغو پلور کم شوی و.»

نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي، که له پاکستانه د چرګانو د قاچاق مخه ونه ونیول شي، په افغانستان کې پاتې نور فارمونه به هم له فعالیته پاتې شي.

د پروان والي مولوي عبید الله امین‌زاده  د خصوصي سکتور پر ودې او خلکو ته د کار پر برابرولو ټينګار وکړ، ویې ویل: «موږ هڅه کوو څو په قانوني ډول له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړو او د هغو له تولیداتو د ولایت په بېلابېلو برخو کې استفاده وکړو.»

هغه سربېره پر دې چې د چرګانو پر باکیفیته پالنې او تولید ټینګار وکړ، ډاډ ورکړ چې د چرګانو له محصولاتو به په دولتي ادارو او په ځانګړې توګه پولیسو کې استفاده وشي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.