Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګشت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ترینکوټ پر سیند د پله نړېدو له امله خلک په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د غځېدلي «هلمند سیند» دواړو غاړو ته د پرتو ځینو سیمو خلک وايي چې پر دغه سیند دې پل جوړ شي څو دوی ته په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه نړېدلي پله د بیارغولو چارې پيل شوې.
فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند د «سرخوم» او «ابردې» سیمو ترمنځ پر تېر شوي سیند د پله نشتوالي له امله خلک د وړو کښتیو په وسیله په ډېر کړاو یوې او بلې غاړې ته اوړي.
د تخار، کندوز او بدخشان لارې مسافرین او موټرچلوونکي د کندوز– تخار پر لویهلار ملا کریم ساحه کې د یوه پله د جوړولو غوښتنه کوي.
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د علیزو او ارزانکار کلیو ترمنځ د سيند پر سر د پله نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي او بايد پاملرنه ورته وشي.
د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت په موربي ښار کې پر ماچهو سیند د یوه پله نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۳۲ کسان مړه شوي دي.
د تخار د درقد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال پر امو سیند د پله له نشتوالي شکایت کوي او وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله له څو کلونو راهیسې د دغه پله پر ځای له دودیزو کښتیو کار اخلي.
په خوست کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د وروستيو سېلابونو له امله د يوه ويجاړ شوي پول بياجوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۸ اعشاريه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت، د يوه استحکامي پله د جوړېدو کارونه پيل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن