Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه پله د بیارغولو چارې پیل شوې

غزني‌‌ښار (پژواک، ۱۰ لړم ١٤٠٢): د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه نړېدلي پله د بیارغولو چارې پيل شوې.

څه موده مخکې د غزني د ګيرو یو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ويلي وو چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۴۵ متره پل د تېرو جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

که څه هم یاد پل د سیمې د خلکو له لوري د لنډ وخت لپاره په غیرمعیاري بڼه جوړ شوی وو، خو وېره موجوده وه چې د ژمې موسم کې ونړیږي.

خو د غزني د ټولګټو چارو رییس ملا محب‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې پژواک په دې اړه راپور خپور کړ، د غزني والي په مشرۍ د سیمه‌ییزو ریاستونو ترمنځ بېړنۍ ناسته وشوه او یاد پله په اړوند پرېکړې وشوې.

هغه زیاتوي، د ګيرو او اندړو ولسوالیو ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د شېلې سیمې پل تېرو سختو جګړو، اورښتونو او سېلابونو ویجاړ کړی و چې له امله یې خلکو ته ستونزې جوړې شوې وې.

هغه زیاته کړه، دوی د یاد پله ستونزه له مرکزي حکومت سره ډېره پخواه شریکه کړې وه چې د جوړېدو چاري یې پیل شوې نه وې.

خو د هغه په وینا، اوس دوی د خپل ریاست په داخلي وسایطو، وسایلو او لګښت د یاد پله د جوړولو کار پیل کړی چې د غزني ښاروالۍ اداره هم څه ناڅه په کې برخه لري او د یوې نیمي میاشتې په موده کې به بشپړه او ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

د غزني د ټولګټو رییس له پژواک څخه مننه وکړه چې تل یې د ولس ستونزو ته په وخت انعکاس ورکړی او مسوولین یې متوجه کړي دي.

د ګيرو ولسوالۍ عبدالله کلا سیمې یوه اوسېدونکي مجید ژړاند پژواک ته وویل، ګيرو، اندړ او قره‌باغ ولسوالیو ترمنځ یو پراخ سیند تېر شوی چې د غزني د ټولو غرونو او د سلطان او سردې بندونو اوبه هم په همدغه سیند کې راځي چې د اورښتونو پر مهال د ګیرو خلک له ستونزو سره مخ و.

نوموړي زیاته کړه، د ګيرو او اندړو ولسوالیو ترمنځ پر دغه ارتباطي پُل – چې د ۴۵ متره په اوږدوالي او اته متره سور پخوا جوړ شوی و- د ګیرو او د پکتیکا ځينو ولسوالیو خلک د غزني مرکز ته تګ راتګ کوي.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي انجنیر نصرت‌الله هم وویل، دغه پل غیرمعیاري جوړ شوی و او د نړېدو خطر یې ډېر و.

هغه وایي: «له بده مرغه د تېرو جګړو له امله د یاد پُل د ملا تیر مات شو او وروستیو سېلابونو یې بېخ له منځه یوړو چې د موټرو له تګ راتګه یې وغورځاوه.»

هغه زیاته کړه: «په ګیرو کې د شېلې سیمې یاد پل د ژمې په رارسېدو سره موږ ډېر وارخطا کړي وو، چې که له ژمې مخکې په اساسي او معیاري ډول نه وای رغول شوی خلک به له زیاتو ستونزو سره مخ وو.»

دوی ټولو له پژواک څخه مننه وکړه چې په یوه راپور یې مسوولین دې ته اړ کړل څو د دغه پله چارې پیل کړي او په وینا یې د پله د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې ده، ګيرو د غزني مرکز سوېل ته په ۸۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې شاوخوا ۴۰۰ لوی او واړه کلي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.