ژبه

د بلخ چمتال ولسوالۍ کې پر سيند د پله نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

مزارشریف (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د علیزو او ارزان‌کار کلیو ترمنځ د سيند پر سر د پله نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي او بايد پاملرنه ورته وشي.

دوى وايي، د پُل نشتون له امله اړ دي چې خپل نقليه وسايط د کښتۍ په وسيله له سيند څخه پورې باسي، خو د شپې له مخې دغه اسانتيا هم نه وي.

د يادې ولسوالۍ د علیزو کلي اوسېدونکي عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علیزو او ارزان‌کار سیمو ترمنځ لار چهاربولک او چمتال ولسوالۍ سره نښلوي او پر دغه لار د پله نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دى وايي: «د څارويو او نقلیه وسايطو د انتقال لپاره له کښتۍ څخه کار اخلو، د شپې له مخې کښتۍ هم نه وي او ډېرى وخت موټر او څاروي له کښتۍ څخه اوبو ته غورځېږي.»

دغه‌راز د چمتال د نوښار کلي اوسېدونکی مولوي محمد قاسم بیا وایي چې د یادو سیمو ترمنځ د پله نشتوالي له امله ډېرى وخت ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي او په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکى ملا احمد جان هم وايي چې د پُل نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او بايد پاملرنه ورته وشي.

دى وايي: «په واوره او باران کې کښتۍ نه وي، عاجل مريضان شفاخانې ته نه شو بيولاى دا يو لوى مشکل دى بايد حل شي.»

د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د ياد سيند پر سر د پله جوړولو غوښتنه وکړه.

بل لورته، حکومتي مسوولين د يادې ستونزې پر حل ټينګار کوي.

د چمتال ولسوال مولوي نورالله حُمام پژواک ته وويل چې د سيند پر سر د پله نشتون ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې نورې ستونزې هم شته چې د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

ده پر حکومتي مشرانو غږ وکړ چې د چمتال ولسوالۍ خلکو د ستونزو حل لپاره اړينې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پرمهال د ياد سيند پر سر يو پل جوړ شوى، خو خلک وايي چې له سیمې یې د پله د لرېوالي له امله دوى ترې په ښه توګه استفاده نه شي کولاى.

ورته موضوع