ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز- تخار لویې‌لارې موټرچلوونکي په «ملا کریم» ساحه کې د پله جوړولو غوښتنه کوي

د کندوز- تخار لویې‌لارې موټرچلوونکي په «ملا کریم» ساحه کې د پله جوړولو غوښتنه کوي

author avatar
21 Feb 2023 - 15:41
د کندوز- تخار لویې‌لارې موټرچلوونکي په «ملا کریم» ساحه کې د پله جوړولو غوښتنه کوي
author avatar
21 Feb 2023 - 15:41

د کندوز ښار (پژواک، ٢ کب ١۴٠١): د تخار، کندوز او بدخشان لارې مسافرین او موټرچلوونکي د کندوز– تخار پر لویه‌لار ملا کریم ساحه کې د یوه پله د جوړولو غوښتنه کوي.

یو شمېر هغه مسافرین او موټرچلوونکي چې پر تخار- کندوز لارې تګ راتګ کوي، د موسمي سېلابونو له امله د دغې لارې د یوې برخې له ویجاړېدو شکایت لري او وايي، د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اړوند په ملا کریم ساحه کې د هوايي پله نشتوالي له امله د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

د ملاکریم په نوم خوړ چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، د موسمي سېلابونو راوتلو له امله تل د بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو لارې بندوي.

د کندوز – تخار لویې‌لارې یو موټرچلوونکی عبدالواسع -چې سوداګریز مالونه لېږدوي- وایي: «د ملا کریم خوړ ډېر خراب ځای دی؛ هر کال هلته سېلاب راوځي، لاره بندوي، په ځانګړې توګه موټرچلوونکو ته ډېره ستونزه ده، د پسرلي په موسم کې خلک په دواړو خواوو کې له ستونزې سره مخ کېږي، دلته باید پُل جوړ شي.»

د نورالله په نوم یوه بل موټرچلوونکي پژواک ته وویل، تېر کال هم په ملا کریم خوړ کې سېلاب راوتلی و او د څو ورځو لپاره لاره بنده وه.

هغه له حکومته وغوښتل چې د موسمي سېلابونو له راوتلو وړاندې په دغه سیمه کې یو پُل جوړ کړي.

د کندوز یوه اوسېدونکي عبدالقدوس وویل چې د پسرلي موسم په راتلو او د سېلابونو په را وتلو سره د بدخشان – تخار لویه‌لار له کندوز سره تړل کېږي او سوداګرو، ناروغانو او مسافرو ته ستونزې جوړېږي.

هغه وویل: «په ملا کریم خوړ کې سېلاب راوځي، خلک پیاده نه شي تېرېدلی، لاره درې څلور ورځې بنده وي، د لارې دواړه خواوې بندېږي، باید دغه خوړ جوړ شي، حکومت دې همکاري وکړي.»

په ورته وخت کې، د کندوز د ټولګټو رییس شمس‌الدین ابوبکر وایي چې دغه ستونزه یې د ټولګټو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه: «د ملاکریم خوړ د کندوز – تخار په عمومي لاره کې موقعیت لري؛ دغه خوړ ډېرې ستونزې لري، په پسرلي کې ډېر سېلابونه راوځي، په دغه لار تلونکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، موږ په ځلونو وزارت ته وړاندیز کړی څو په دې سیمه کې یو پُل جوړ شي او له موسسو هم غواړو چې په دې برخه کې له راسره همکاري وکړي.»

یاده لویه‌لاره چې بدخشان او تخار ولایتونه د هېواد له مرکزي او شمالي سیمو سره نښلوي، هر کال د سېلابونو راوتلو له امله تخریب او تړل کېږي.

Visits: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.