ترینکوټ (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ترینکوټ پر سیند د پله نړېدو له امله خلک په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان د چورې ولسوالۍ په پوپلزیو سیمه کې پر ترینکوټ سیند جوړ ۱۶۰ متره اوږد پول چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د سېلابونو له امله نړېدلی، خلک یې د بیاجوړېدو غوښتنه کوي.
دغه پول چې د دغه ولایت د چورې، چنارتو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ دایګنډي ولایت هم له مرکز ترینکوټ سره نښلوي، تر اوسه یې د جوړېدو په موخه کوم اقدام نه دی شوی.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له هغې ورځې چې یاد پول نړېدلی، دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او ورځنۍ چارې یې ټکنۍ شوې دي.
د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی محمدنسیم وايي: «درې میاشتې مخکې سېلاب د پول یوه برخه زیانمنه کړه، یوه ستن یې هم له منځه ولاړه، اوس ورباندې وسایط او پیاده خلک تګ راتګ نه شي کولی، زموږ کارونه یې ټول راګډوډ کړي، هیڅ کار ته هم پر وخت رسېدنه نه شو کولی.»
دغه راز، د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکی شریفالله وايي، کله چې ترینکوټ ته ځي، د چورې ولسوالۍ په بازار کې موټر او نور نقلیه وسایط دروي او بیا پر سیند د وړو کښتیو په واسطه بلې غاړې ته تېریږي.
ورته مهال، د دایکندي یو اوسېدونکی عليرضا چې د یاد پول له لارې ترینکوټ ته تګ راتګ کوي، له مسوولینو غواړي چې بېرته جوړېدو ته یې جدي پاملرنه وکړي.
هغه وویل: «ډېر ضرور کارونه لرو خو د پل د خرابوالي له امله مو زړه نه کېږي راشو، لاره یې بېخي راته سخته کړې ده.»
په همدې حال کې، د چورې ولسوال ملا مسافر هم مني چې د یاد پول نړېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وویل، د یاد پول د نړېدو درې میاشتې تېریږې او غوښتنه یې وکړه چې ژر یې باید د جوړېدو چارې پیل شي، خو د دغه ولایت والي وايي، هڅې یې پیل کړې چې یاد پول ډېر ژر بېرته ورغوي.
د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع وایي، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼې ټولګټې پروژې او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه، له اړوندو وزارتونو یې غوښتي چې زیانمنې شوې پروژې او تاسیسات بیاورغوي.
په چورې ولسوالۍ کې یاد پول په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د دوولس میلیون او ۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې ۱۶۰ متره اوږدوالی او ۹.۷ متره سور لري
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن