د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د روږدو د درملنې روغتون له تېر يوه کال راهيسې غيرفعال دى چې حکومت يې باید بېرته فعال کړي.
د پکتیا ولایت په شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې نن د ۱۳ اعشاریه شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه پروژې بشپړې شوې.
د پکتیا مسوولینو نن په دغه ولایت کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې خبریالانو ته به د قانون په رڼا کې پر وخت معلومات ورکول کېږي.
د پکتيا د زرمت یو شمېر خلک شکايت کوي چې د دې ولسوالۍ د نفوس په نسبت روغتيايي مرکزونه او ډاکټران کم دي او نه شي کولاى پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کړي.
په پکتيا او بغلان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د يو شمېر ولسواليو قومي مشرانو د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار بنديز لګولى دى.
ګردېز (پژواک، ١۴ لېندۍ ١۴٠١): د پکتيا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د نشهيي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه وړل شوې ده؛ دغهراز په
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه دارالايتام او مدرسې جوړولو چارې پيل شوې.
ځايي سرچينې وايي، د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډيورند فرضي کرښه د نښتي له امله يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا امنیتي سرچينې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې یو ځوان چې پر رواني ناروغۍ اخته و، ځان وژلی دی.
پکتيا کې د باروړونکو موټرونو چلوونکي په لويو لارو کې د وسلهوالو غلو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي، ډېرى مهال دغه غله ترې پیسې او قيمتي توکي د وسلې په زور اخلي.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د يوې ښځې جسد په داسې حال کې موندل شوى چې سر ترې پرې شوى دى.