ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټرچلوونکي پکتیا کې پر لویو لارو د وسله‌والو غلو له ډېرېدو شکایت کوي

موټرچلوونکي پکتیا کې پر لویو لارو د وسله‌والو غلو له ډېرېدو شکایت کوي

author avatar
16 Nov 2022 - 12:12
موټرچلوونکي پکتیا کې پر لویو لارو د وسله‌والو غلو له ډېرېدو شکایت کوي
author avatar
16 Nov 2022 - 12:12

ګردېز (پژواک، ٢٥ لړم ١۴٠١): پکتيا کې د باروړونکو موټرونو چلوونکي په لويو لارو کې د وسله‌والو غلو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي، ډېرى مهال دغه غله ترې پیسې او قيمتي توکي د وسلې په زور اخلي.

خو بل لورته، د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، دوى هڅه کوي چې په ښه توګه د لويو لارو امنيت تامين کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز ـ پټان لويې لارې يوه موټرچلوونکي محمد خان پژواک ته وويل چې د لارې په اوږدو کې څو ځلې له وسله‌والو غلو سره مخ شوى دى.

هغه وايي: «زه خپله او نور موټرچلوونکي څو ځلې له دغو غلو سره مخ شوي يو، د وسلې په زور پېسې، موبايلونه او نور شيان له موټروانو اخلي خو څوک يې مخه نه نيسي.»

دغه‌راز يوه بل موټرچلوونکي روزي‌الدين هم پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د سيدم کرم ولسوالۍ په بډم کنده سيمه کې ځيني توکي اخيستي دي.

هغه وايي: «څلور ورځې وړاندې چې موټر مې له خوراکي توکو څخه بار کړى و، د شپې په نهو بجو د سيدکرم ولسوالۍ په بډم کنده کې وسله‌والو غلو ودرولم، پنځه زره افغانۍ، يوه بورۍ وريجې، يو ټيم غوړي او نور خوراکي توکي رانه واخيستل او په خپله مخه ولاړل.»

دى زياتوي چې هره ورځ پر دغه لويه لار سلګونه باروړونکي موټرونه تګ راتګ کوي، خو د وسله‌والو غلو له لاسه له ستونزو سره مخ دي.

همدارنګه د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقيوم پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې د شپې مهال په لويه لار کې د غلو له خوا لوټل شوى دى.

هغه وايي: «څو ورځې وړاندې مونږ يو ناروغ درلوده، شپه وه، غوښتل مو چې ناروغ روغتون ته يوسو، د سيدکرم ولسوالۍ په بډم کنده سيمه کې غله د موټر مخې ته راووتل او هرڅه يې را نه واخيستل.»

دى زياتوي، د غلو په اړه دوى امنيتي ځواکونو ته هماغه مهال احوال هم ورکړ خو ترڅو چې امنيتي کسان رارسېدل، غله له سيمې څخه تښتېدلي وو.

د پکتيا يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له امنيتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د لويې لارو په اوږدو کې ګزمې فعالې او امنيتي پوستې جوړې کړي.

په دې اړه د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد عمر مخلص پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د ګردېز – لوګر او ګردېز – پټان په لويو لارو کې نوې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

هغه وايي، په پام کې ده چې د احمدخېلو، لجه منګل او څمکنيو ولسواليو په اړوندو سيمو کې هم نوې پوستې جوړې شي.

دى وايي چې د لويو لارو او د خلکو امنيت ټينګښت د حکومت لپاره ډېر مهم دى او حکومت هڅه کوي چې دغه مسووليت په ښه توګه ترسره کړي.

مخلص زياتوي، په وروستيو مياشتو کې څو ځلې د امنيتي ځواکونو له لوري وسله‌وال غله او موټر تښتوونکي نيول شوي او دغه هڅې به همداسې روانې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا ترڅنګ د يو شمېر نورو سيمو اوسېدونکي هم د وسله‌والو غلو له شتونه شکايت لري او ټينګار کوي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.

Visits: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.