ژبه

پکتیا کې د نشه‌يي توکو یوه فابریکه له منځه وړل شوې

ګردېز (پژواک، ١۴ لېندۍ ١۴٠١): د پکتيا په څمکنۍ ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه وړل شوې ده؛ دغه‌راز په زرمت ولسوالۍ بیا ٨٠٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې امنيتي ځواکونو په څمکنۍ ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو يوه فابريکه کشف کړې او له منځه وړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، له يادې فابريکې څخه بېلابيل ډوله نشه‌يي توکي او يو باروړونکی موټر ترلاسه شوي چې په تړاو يې پنځه کسان هم نيول شوي دي.

دغه‌راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زرمت ولسوالۍ کې له يوه باروړونکي موټر څخه ۸۰۰ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

login or register a new account.