د پکتیا ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست وايي، نن د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت پر سر ۱۴ دښمني چې ۱۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، پای ته ورسېده.
د پکتيا بڼوال او د مڼو سوداګر وايي، د تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى خو د خرڅلاو او ساتنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د پکتیا د کډوالو چارو ریاست وايي، د تېرو جګړو له امله د داخلي بېځایه شوو کورنیو خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو لړۍ نن پيل شوه.
په پکتیا کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پرانیستو په اړه خلکو خوښي ښودلې او له حکومته یې غوښتي چې دغه ښوونځي په ټولو ولایتونو کې د نجونو پر مخ پرانیزي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې نن د هوايي ډګر شاوخوا لسګونه هغه نیمه جوړې ودانۍ ونړول شوې چې د مسوولینو په وینا پر غصب شوې ځمکې جوړې شوې وې.
په پکتيا ولايت کې د شاتو مچيو فارملرونکي وايي، سږنيو اورښتونو یې کاروبار زیانمن کړی چې له امله به یې د تېر کال په څېر د شاتو حاصل وانخلي.
د پکتیا امنیې قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په نهه ډاډسن موټرونو کې بار چرس ترلاسه کړي دي.
ګردېز (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو
د پکتيکا اوسېدونکي او هټۍوال له حکومته غواړي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې افغانۍ ترویج کړي.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي، د ورستيو سېلابونو له امله د دغه ولايت ٧٠ سلنه کرنيزه ځمکه له منځه تللې او سلګونه کورونه يې هم نړولي دي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د زون په کچه د امام ابوحنيفه په نوم يو مجهز دارالايتام جوړ او پرانیستل شو.